My Life with the Taliban by Abdul Salam Zaeef

Afghan Voice Quran Reciter

Quran Reciter with Dari Translation

راتلونکي کال به تر دي هم

دناټودغړو هيوادونو متزلزله سياسي اراده ددې تړون دناكامۍ سبب ګرځېدلى دى دغړو هيوادونو په خپلو فوځونو ۷۰ قيود لګول چي دوى يې احتياطي تدبيرونه بولي زموږ دارادې دتزلزل نښه ده ، دافغانستان جنوب ته دغړوهيوادونو دفوځونو نه استول شايد په يويشتمې پېړۍ كې ددې تړون دله منځه تللو لامل شي ، دافغانستان ډېرى وګړي اوس دكرزي دادارې په پرتله طالبان مؤثر بولي .

پورتنۍ څرګندونې دكوم افغان يابل مسلمان شنونكي څرګندونې ندي بلكې داپخپله په اروپاكې دناټو دقوماندان امريكايي جنرال '' كرادك '' څرګندونې دي چې داكتوبر پر ۲۱ مه نېټه دسهار نه تربېګا راديوګانو بيا بيا خپرې كړې، په همدې نېټه معتربرې برتانوي ورځپاڼې '' انډي پنډټ '' ددې هيواد دولسي جرګې ديوغړي '' ديويټ ډيويس '' له خولې ليكلي چې دطالبانو پرضد دجنګ ګټل ناشوني دي اوس ددې وخت رارسېدلى چې نړيوال دافغانستان امنيت ته په پام كې نيولو سره په خپلې ستراتيژۍ كې بدلون راولي اودافغانستان دمسئلې سياسي حل ولټوي كه مو دافغانستان په اړه خپله ستراتيژي بدله نكړه نوديوې سترې فاجعې سره به مخامخ شو ..

ددې نه وړاندې په افغانستان كې دبرتانوي قواوو قوماندان جنرال مار ك لس سميت دهمدې اكتوبر په ۵ نېټه ويلي ؤ چې دطالبانو پرضد جنګ نشي ګټل كېداى اواوس ددې وخت رارسېدلى دى چې دطالبانو سره دمذاكراتو لارغوره شي ''

داكتوبر پر ۷ مه نېټه كله چې پرافغانستان دامريكا ديرغل ۷ كاله پوره كېدل په افغانستان كې دملګرو ملتونو ځانګړي استازي '' كاى آى ډي '' ويلي ؤ چې دافغانستان مسئله يواځې له نظامي لارې نشي حل كېداى بايد سياسي حل يې ولټول شي

،

دامريكا دفاع وزير رابرټ ګيټس هم دړومبي ځل لپاره ړومبى دطالبانو سره دخبرواترو نه طرفداري وښوده او ويې ويل چې پدې لاركې څوك كار وكړي داستقبال وړ دي اوبيا څو ورځې پس نور هم وړاندې ولاړ او ويې ويل چې اوس ددې وخت رارسېدلى چې موږ دطالبانو سره مخامخ دمذاكراتو مېز ته كښېنو .

په ۲۰۰۱ كې چې كله امريكا پرافغانستان يرغل كاوه هغه مهال هم يوشمېر غربي مبصرين اوپوهان دجنګ مخالف وو او ويل به يې چې دزور له لارې دافغانانو ماتول آسان كارندى موږ بايد دافغان انګليس جنګونو كې دافغانانو په مقابل كې دسترې برتاني او په ۹۰ يمې لسيزې كې دروسانو ماتې له ياده ونه باسو .

ماته ښه يادشي ديرغل نه يوڅو ورځې وړاندې ديوامريكايي شنونكي داخبرې راديوګانو خپرې كړې چې '' موږ به ويل دويتنام داپېتپوزي او دوړو قدونو څښتنان به زموږ پرخلاف څه وكړاى شي ؟ خو همادغو پيتپوزو اودوړو قدونو څښتنانو موږ ته ماتې راكړه ''

داخودكم شمېر غربي پوهانو اومبصرينو حال و خو اكثريت يې چې د۱۱ ستمبر پېښې ډېر داحساساتو ښكار كړي وو دجنګ طرفداري يې كوله اودځواك كارول يې دمسئلې يواځينى حل باله تر ۲۰۰۴ كال پورې دوى په خپل همدې دريځ لاټينګ وو اوګومان يې كاوه چې ګينې طالبان په نظامي ډګر كې مات كړي ديرغل نه پس كابو تريوكال پورې چې طالبان غلي وو دوى ګومان وكړ چې طالبان ګينې ديوځواك په صفت بېخي له منځه ولاړل اوافغانستان ترې دتل لپاره خالي شو په ورپسې كال كې چې طالبانو دافغانستان په يوشمېر سيموكې سرونه راپورته كړل نو دوى به ويل دادګوتو په شمېر يوڅو تنان دي په ځينو سيموكې ځانونه راښكاره كوي خو دامريكااونورو بهرنوځواكونو سره ديوډول جنګ كولو توان هم نه لري ، په كمينونو اوبمي چاودنو كې به په لسګونو لسګونو بهرنيان وژل كېدل خو دوى به هڅې كولې چې ديوفوځي دمړينې نه يې هم نړۍ خبره نشي اونه په دې څوك پوه شي چې ګينې په رښتياهم طالبان دهيواد په مختلفو سيموكې ډګرته راوتى او دبهرنيانو پرضد دجنګ كولو توان مندي لري ، خو چې لړۍ اوږده اودتلفاتو په پټولو كې دناكامۍ سره مخامخ شول نودخپلو فوځونو دنظامي مشرانو په څېر به دوى هم ويل چې طالبان غلچكي بريدونه كوي خودبهرنيانو پرضد دميداني جنګ كولو ځواك نه لري ، دحقايقو پټولو دالړۍ زياته اوږده پاتې نه شوه دكله نه چې دبګرام اودبهرنو فوځيانو دنورو اډونه دطالبانو پرضد ترساعتونو او ورځو ورځو جنګ كولو خبرونه خپاره شول غربي پوهان پوه شول چې طالبان يواځې غلچكي بريدونه نه كوي بلكې دبهرنيانو پرضد داوږدو ميداني جنګونو توان هم لري او كله چې د ۲۰۰۴ كال په اوږدو كې دطالبانو په لاسونو كې دغونډو غونډو ولسواليو پرېوتلو خبرونه مطبوعاتو خپاره كړل نو غربي ولسونو اوپوهانو دواړوته دخپلو سياسي اونظامي مشرانو په دروغو يقين راغلو او ورو ورويې باور راغلو چې طالبان يوځواك دى او دومره كمزورى نه دى لكه دبش اوبلئير په څېر غربي مشران يې چې خپلو ولسونو ته معرفي كوي په موسىٰ كلاكې دطالبانو سره دانګليسي ځواكونو معاهدې اوددې ولسوالۍ نه ددوى تېښتې داباور نور هم كلك كړخو دوى لاهم هيله من وو چې شايد دتكتيكونو په بدلولو، په جنګ كې دناټو دزيات راښكېلولو اودملي اردو دزياتو افرادو تربيه كولو له امله دمسلمانانو پرضد داپيل شوى جنګ دناكامۍ نه وساتل شي سره خوله يوڅه هم پوره نه شوه ، هره ورځ ددوى لپاره له بلې نه بتره شوه ،اوطالبان دهرې تېرې ورځې په پرتله بلې ته غښتلي شول ،هرسباوون له ځانه سره ددوى لپاره دماتې اوطالبانو ته دفتحې زېرى راوړ نه كوم بيګا ددوى لپاره بختور شو اونه كوم سبادوى ته ګټور شو ۲۰۰۵ كال ددوى لپاره د۲۰۰۴ نه زيات خونړۍ ؤ په ۲۰۰۶ كې د۲۰۰۵ په پرتله دوى ته حالات ډېر خراب وو ۲۰۰۷ د ۲۰۰۶ په پرتله زيات خونړۍ و او ۲۰۰۸ دادى ترټولو زيات خونړۍ اودماتې كال وګرځيد او ولې به داترټولو خونړۍ اودماتې كال نه وي چې پدې كال كې ددوى په وينا دوژل شويو بهرنيانو شمېر د ۲۲۰ نه اوښتى دى چې څرګنده ده رښتينې شمېره به يې لږ ترلږه د۲ زرونه هم زياته وي داكال به ددوى لپاره ولې دماتې اوترټولو خونړۍ كال نه وي حال داچې دافغانستان خاوره اوس ددوى لپاره سره تبۍ ګرځېدلې ده ، ډېر هغه ځايونه چې ديرغل نه پس په ړومبو دوه كلونو كې به پكې شايد پردوى ۲ ډزې هم نه وي شوې اوس په هغې ځايونو كې ددوى پرضدښكاره سنګرونه جوړ شوي دي اوپكې دروسانو پرضد دجهاد په پرتله دصليبيانو پرضد اوسني جهاد ته وګړي زيات ليواله دي ولې به دوى ماتې نه خوري په تورو شپوكې دافغانانو دكورونو دتالاشي كولو خپلو اډوته دبې ګناه وګړو دبوتللواوپكې يې تركلونو كلونو بې له كوم جرمه دساتلو،شكنجه كولواوبې عزته كولو ،د ودونواوجنازو په نښه كولو، دافغانانو دكورونو دبمبارولواوپه هربمبار كې په لسګونو شلګونو ياسوونو تنانو وژلو ؛ افغانان ددوى پرضد نفرت اوكركې ته سوق كړل اوددوى په اډوكې دمسلمانانو دسپېڅلي آسماني كتاب قرآنكريم اوپه ټول لويديځ كې داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد0 سپكاوى پدې نفرت اوكركې كې لازياتوالى راوست اوددوى پرضديې دافغانانو قهر راوپاراوه چې له امله يې اوس دهيواد په ډېرو سيموكې ددوى پرضد روان جهاد دملي قيام شكل غوره كړى دى چې همدې خبرې اوس دوى سخت وارخطا كړي اوپرېشانه كړي دي .

ولې به دا ددوى لپاره ترټولو خونړى اودماتې كال ن وي چې وړاندې به ددوى سره يواځې دخپلو مركزونو نه بېرون دترپ اوخرپ بريدونو،دسرك دغاړې ريموټ كنټرول بمونو اوفدايي حملو ستر خطر ملګرى ؤ اوپه خپلو اډوكې به يې ځانونه محفوظ ګڼل خو پرمركزونو يې دطالبانو بريدونو په مركزونو كې دننه هم اوس ددوى خوبونه تښتولي دي ،وړاندې به طالبانو ددوى پربېسونو هاوانونه اوتوغندي ورول خواوس يې سترګې دومره سرې دي چې په بيسونو هجوم ور وړي او چې ترڅو يې بېس فتحه كړى اوپكې مېشت تنان له منځه نه وي وړي ترې نه راستنيږي، دروژې نه وړاندې دنورستان په '' وانت '' ولسوالۍ كې دامريكايي ځواكونو په مركز دطالبانو هجوم اودمركز له منځه تلل دوى ومنل اودايې هم وويل چې دطالبانو پدې هجوم كې دوى ته ور اوښتې مرګ ژوبله د ۲۰۰۱ نه تردې مهاله ترټولو درنده مرګ ژوبله وه چې دوى ته په يوجنګ كې ور اوړي يانې په يوجنګ كې دادومره درنده مرګ ژوبله وه چې په تېرو ۷ كلونوكې هيڅ سارى نه لري،دايواځې ديومركز له منځه تلل دوى اعلان كړل خو په حقيقت كې دا ۲ بيسونه وو چې يوبل پسې طالبانو فتح كړل ړومبى د وانت ولسوالۍ په بېله نومي سيمه كې وو چې دطالبانو دهجوم سره سم يې دكمو تلفاتو پرلېدلو ډېر ژر مورال وبايلود اوژوندي پاتې په توره تېښته دهمدې بېلې په حدودو كې يو يوبل بېس ته وتښتېدل چې طالبان پسې هماغې بېس ته هم ورغلل اوپه همدې وروستي بيس كې دوى ته درنده مرګ ژوبله واوښته چې دوى يې شمېره ۹ښودلې وه خو طالبانو دوژل شويو امريكايانو شمېره دمحتاطي اندازې له مخې د۵۰ شاوخوا ښودله، البته بدې اوس په لاس جنګ كې ۱۲ طالبان هم شهيدان شوي او يوشمېر ټپيان شوي ووطالبانو ددې دواړو بيسونو دفتحې پرمهال ددومره اعلىٰ ظرفۍ اواستغناء اظهار وكړ چې دجنګونو په تاريخ كې به يې بېخي سارى ونه موندل شي طالبانو يواځې وسلې اونظامي وسايل له ځانونو سره يوړل نورو څيزونوته يې ګوتې هم ورنوړې او ولس ته يې اعلان وكړ چې بېس كې شته ټول خوراكي توكي اونور سامانونه دې خپلو كورنوته يوسي ، ددې سامانونو دقيق قيمت معلومول خوبه ګران وي خو ډېر داسې تنان دي چې دومره زيات شيان يې وړي دي چې ارزښت يې ديومليون افغانيو نه هم اوړي نوځكه ويل كيږي چې پدې دواړو بيسونو كې ددوى نه دپاتې شونو ارزښت به تر ۱۵ مليونه ډالرو رسېدلو .

په زړه پورې داده چې كال وړاندې هم په همدې وانت كې دارنس كلي بيس مولوي عمر فاروقي دخپلو ملګرو سره ديوكامياب هجومي يرغل په ترڅ كې فتحه كړى ؤ چې دامريكايي فوځونو اوملي اردو كابو ۳۰ تنان پكې وژل شوي اومولوي عمر اوڅلور نور ملګري يې پكې شهيدان شوي وو .

نوكال لاپوره شوى نه دى چې دنورستان ولايت پدې يوې ولسوالۍ كې دبهرنيانو ۳ بيسونه له منځه ولاړل او ورپسې د اكتوبر دمياشتې پر ۱۰ مې نېټې دهمدې ولايت دكامدېش ولسوالۍ دګور ديش په سيمه كې دامريكايانو ستر بېس طالبانو فتح كړ، چې خبرې راديوګانو هم نشر كړنوديوكال نه هم په كمه موده كې يواځې په يو ولايت كې دهغه طالبانو چې غټه وسله يې راكټ، هاوان او پيكادي پرلاس دهغه امريكايانو ۴ بيسونه له منځه تلل چې دنړۍ ترټولو ستر زبرځواك اواتومي طاقت دى دوخت ترټولو عصري ټيكنالوژي اوپرمختللې وسلې لري ، څه كوچنۍ خبره نده ، ديادولو وړ ده چې تېر كال يواځې په همدې نورستان كې ددوى ۹ چورلكې طالبانو رانسكورې كړې وې چې په ۵ يې دوى پخپله هم اعتراف كړى ؤ نوځكه اوس هورې دوى خپل پروازونه ډېر محدود كړي دي اوچې راځي نودپرواز ارتفاع يې ډېره زياته وي ،نوكه لاهم داكال خونړۍ نه وي بيا به كله وي ؟ داخودختيځ په يوولايت كې ددوى حال دى دافغانستان په جنوب كې خو ددوى حالت دومره خراب اوددوى په مقابل كې طالبان دومره پياوړي شوي دي چې په يوځل دولايت ټول مركز دخپل بريد لاندې راوستلاى شي ، په هلمندكې د۸ زرو په شاوخواكې برتانوي فوځيان مېشت دي ، اودملي اردو تنان هم ښه په پراخه پيمانه دغلته حضور لري خوبياهم طالبان وتوانېدل چې په يوه شپه كې دلشكرګاه ټول ښار دخپل بريدلاندې راولي ، دداخلي اوبهرني ملېشو ګڼ شمېر تنان ووژني اوپه خيريت سره خپلو مركزونو ته ستانه شي نو ايا لابه هم داكال خونړۍ او ددوى لپاره دماتې كال نه وي ؟

وړاندې به يواځې دافغانستان جنوب اوختيځې سيمې دطالبانو دحضور اوفعاليت ساحې ګڼل كېدې خواوس خبره دهيواد ترپلازمېنې رارسېدلې ده ، كوم ولايتونه چې دكابل سره څنګ په څنګ پراته دي اوس پكې دهلمند نه پس دطالبانو حضور اوفعاليت دبل هرولايت نه زيات دى ، ميدان وردګ دكابل سره لګېدلى ولايت دى ۲ كاله وړاندې امريكايانو اودكرزي ادارې دا ولايت په هغه ولايتونوكې شمېرلو چې دطالبانو فعاليت پكې دنېشت برابرؤ خواوس يې له مركز پرته نږدې ټول سيمې دطالبانو په لاس كې دي اودقوت اندازه يې ددې نه معلوميږي چې څو ورځې دمخه رسنيو خبر خپور كړ چې ددښمن پركاروان ديوبريد په ترڅ كې دهغوى ۵۲ عدده لارۍ موټرې لولپه كړې وې اوهمدا نن داكتوبر په ۲۷ مه نېټه چې داليكنه كوم درسنيو نه اورم چې طالبانو دبهرنيو ځواكو يوه چورلكه دډزو دتبادلې نه پس رانسكور كړېده اوپكې ناست ټول فوځيان پكې وژل شوي دى بهرنو ځواكونو پېښه ومنله خودتل په څېر يې دچورلكې درانسكورېدو نه انكار وكړ اودايې يوه بېړنۍ ناسته وبلله .او اوس دولتي لوړ پوړي مامورين هم چې درسنيو سره په مركو كې دكابل دبدامنۍ نه سرونه ټكوي نو وايي چې طالبان تركمپنۍ رارسېدلي دي ، او ورسره په څنګ كې دبل ولايت لوګر حال هم څه دميدان وردګو نه كم نه دى كابو يونيم دوه كاله وړاندې پدې ولايت كې هم دطالبانو فعاليت اوشتون څه دومره زيات نه ؤ چې دولت يابهرنيانو ورته دجدي ګواښ په توګه ليدلي واى خواوس دلته دومره غښتلي شوي دي چې دځايي اوسېدونكو په وينا اوس په بركي اونرخ دواړو ولسواليوكې عملاً دوى واكمن دي اوددوى دواړو ولسواليوولسوالان په پل عالم كې ناست دي ، دوى چې هروخت وغواړي دكابل نه دګردېز پرلور غځېدلې لويې لارې ته راوځي دبهرنو فوځونو اوملي اردو قطارونه دبريدونو لاندې راولي اودبهرنوځواكونو دتېلو ټانكرونه اوپه لوجستكي موادو بار لارۍ ياسوځوي اويايې دخپلو مركزونو پرلور بيايي .

محترمو لوستوالو تاسې به هم درسنيو نه اورېدلي وي چې امريكايي جنرال مكرنين همدانن داكتوبر پر ۲۷ مه نېټه زه داڅوكرښي ليكم رسنيوته وويل چې طالبان هاغومره ندي پياوړي څومره چې ګومان كيږي خودازموږ كمزورى ده چې موامنيت رانه وستلاى شو ، داسې نده چې طالبان دكابل تر دروازو رارسېدلي دي خو داسمه ده چې كابل نږدې په لوګر اوميدان كې ددولت واك محدود دى او ورځ تربلې ددې دواړو ولايتونو په لري پرتو سيمو كې طالبان پياوړي كيږي ،، دپښتو متل دى چې خربوزه په چاقو ولګي او كه چاقو په خربوزه ولګي تاوان دخربوزې دى كه طالبان دبهرنيانو په مقابل كې پياوړى شي اوكه بهرنيان دطالبانو په مقابل كې كمزوري وي ( لكه جنرال مكرنين چې وايي ) تاوان دبهرنيانو دې اودماتې سره به همدوى مخامخ كيږئ

ورسره په څنګ كې دبل ولايت كاپيسا حال هم لوګر اوميدان وردګو ته ورته دى دلته هم په تګاب اوكوه ساپي كې طالبان بېخي زيات غښتلي شوي دي په رڼاورځ دملي اردو نه په نيول شويو رينجر موټروكې ګشتونه كوي په سيمه كې يې خپل مركزونه جوړ كړي دي اوملي اردو اوبهرنو فوځونو ته يې پدې وروستيوكابو دوه كلونوكې دومره ځاني تلفات ور اړولي دي چې اوس دې سيموته بېخي دتللو لپاره زړونه نه ښه كوي مياشتې مياشتې تېرې شي خوكوم فوځي كاروان دلته ترسترګونشي .

دافغانستان شمال دوى آرام ګڼلو ځكه خوترې دامريكادبيا بياغوښتنې سره سره هم المانيان اوفرانسوي فوځونه دافغانستان جنوب ته ولانه وړل، خو دلړم پر۵ نېټه چې داكتوبر د۲۶ مې سره سمون خوري په پلخمري كې ديوفدايي بريد په ترڅ كې په داسې حال كې ............امريكايي عسكرو وژل كېدلو چې ددې نه پوره يوه اونۍ وړاندې يوبل فدايي بريد په قندوس كې ..........وژلي وو ددوى اندېښنې زياتې كړي دي اوداوس زړه خبره ګرځېدلې ده چې ګينې دافغانستان دشمال سيمې نسبتاً آرامې سيمې دي .

اوكه بېرته كابل ته نظر وكړو نو ددې ولايت په سروبي ولسوالي كې د۲۰ نه دزياتو فرانسوي فوځيانو اوپه پغمان كې د لوګر دوالي عبدالله وردګ وژل كېدل دبهرنيانو اودولت لپاره سترې اوخورا زياتې وارخطاكونكې پېښې وې خو په تېروكابو۱۰ ورځوكې دكابل په ښاركې دننه دكاناډايۍ خبريالي، دشاهي كورنۍ دغړي همايون شاه آصفي اودعزيزي بانك درئيس دزوى تښتول بيا دطالبانو له لوري دګيل ويليمز برتانوۍ مسيحې دعوتګرې او ورپسې د۲ نوربهرنيانووژل كېدلو نه پس خواوس دفوځي چاروپوخهان داوايي چې طالبانو له لوري دكابل دروازوته دجنګ رارسولو خبره پخوانۍ شوېده اوس ورو ورو طالبان جنګ دكابل ښارته راننباسي .

دافغانستان فضاچې ددوى لپاره ناموافقه اوخاوره يې ورځ تربلې ددوى لپاره تنګيږي نواوس ځكه دلويديځ يولړ عسكري اوملكي مشران اوټول شنونكي اوپوهان وايي چې دطالبانو پرضد جګړه نشي ګټل كېداى ، جنګ ددې مسئلې دحل لاره نده بايد ديپلوماسۍ ته ترجيح وركړاى شي اودطالبانو سره دخبرو اترو اوروغې جوړې له لارې دامسئله حل شي ..

نړيواله ړنده اوكڼه ميډيا چې ترپرونه يې دبوش اوبليئر په تقليد كولو سره ددې مسئلې يواځينى حل دقوت كارول ګڼل نن يې خپل ټول ځواك دې خبرې ته وربښلى چې دافغانستان دمسئلې سياسي حل دې ولټول شي اودزور له لارې دامـسئله حل كېدونكې نده .

دچاروشنونكي وايي '' چې په ۲۰۰۱ كې پرافغانستان دامريكاديرغل پرمهال امريكا اواروپايي متحدينو يې ګومان كاوه چې افغانستان ته دراننوتلو سره سم يې ګينې افغانستان په تمامه معنىٰ قبضه كړ اوله سحنې نه په لرې كېدلو طالبان له منځه ولاړل اوكه احياناً سر راپورته كړي نوپه اسانۍ به يې پرځپلو وتوانيږي ''

دوى د۲۰۰۵ ترړومبووختونو پدې فكر سره متفق وول خو داسې ښكاري چې د۲۰۰۵ كال نه پس اروپا دخپل دې زوړګومان په ناسموالي باوري شوې وه او يقين ته يې پرېوتې وه چې دطالبانو پرضد په جنګ كې برياليتوب نشي په برخه كېداى ،نوځكه يې دجنګ لپاره دنورو فوځيانو او وسايلو لېږدول ودرول اودهمدې ځاى نه دامريكا اواروپا ترمنځ د درزونو رامنځته كېدل پيل شول .

ترټولو ړومبى برتانيې ځمكني حقايق درك اوپه خپلې تګلارې كې يې بدلون راوست ، سره له دې چې برتانيې په خپلې تګلارې كې دبدلون راوستلو كوم رسمي اعلان نه ؤ كړى خودفوځ اوسياسي ادارو طرزالعمل يې بېخي دامريكايانو نه بدل ؤ ، په ۲۰۰۵ كې يې په موسىٰ كلاكې دطالبانو سره ديوتړون له مخې موسىٰ كلا طالبانوته ورپرېښودله اوخپلې پښې يې ځينې سپكې كړې، دبرتانيې دې عمل دامريكااوكرزي دادارې دځينو غړو په څېر يوشمېر غربي پوهان اومشران هم ناراضه كړي وو خو برتانيه چې دافغانستان په اړه دتاريخي پېښو يواځې شاهده نه بلكې مقابل لورى ؤ اوسره له دې چې دوخت ستره امپراتوري وه خو په افغان انګليس جنګونوكې يې دكمزورو افغانانو په مقابل كې ماتې خوړلې وه نو يقين ته يې پرېوتې وه چې داځل بياهم دافغانانو نه جنګ ګټل شونى نه دى بايد چې طالبانو سره دسولې لار غوره شي خوچې حالات ددوى په هكله نورهم ترينګلي شول نوخبره ښكاره شوه ، اودادى داكتوبر پر ۲ مه نېټه امريكايي متعبرې ورځپاڼې '' نيوزويك '' په افغانستان كې دبرتانيې دسفير '' سرشيرډكوپرلولز'' وويل چې په افغانستان كې دامريكاتګلاره بېخي ناكامه شوېده ، امريكاچې كومه لاره غوره كړې ده پدې كې دناكامۍ اونامرادۍ پرته بل هيڅ شى نه شي ترلاسه كېداى موږ غواړو چې دكاميابې اومثبتې پاليسۍ تقليد او تابعداري وكړوموږ هيڅكله دناكامې اومنفي پاليسۍ تقليد كول نه غواړو برتانوي سفير دكابل اداره يوه بې واكه اوكمزوري اداره وګڼله او زياته يې كړه چې موږ دداسې قوت ساتنه كوو چې پخپله دخپل ځان نه دفاع نشي كولاى ، ددې پسې په افغانستان كې دبرتانوي قواوو قوماندان جنرال '' مارك كارلن سيمت '' هم خپله چوپتيا ماته كړه اوبرتانوۍ معتبرې ورځپاڼې'' لند ټايمز '' سره يې داكتوبر په ۵ مه نېټه په يوې ځانګړې مركه كې وويل : چې '' دطالبانو پرضد جنګ ګټونكى نه دى او اوس ددې وخت رارسېدلى دى چې دطالبانو سره دمذاكراتو لارغوره شي ''

په ورپسې ورځ دالمان دباندنيو چارو وزير '' فرينګ والټر '' شيګل مجلې سره په خبرو اتروكې وويل چې '' دامريكا په مشرۍ كې دطالبانو پرضد دجنګېدونكو ايتلافي ځواكونو نه بايد ترراتلونكي كال پورې الماني فوځونه راووځي '' .

په همدې ورځ دچيك جمهوريت مخالف حزب وويل چې دولت ددوى غوښتنې له پامه غورځوي ، موږ وايوچې بايد دايتلافي ځواكونو په چوكاټ كې زمونږ دفوځيانو ماموريت پاى ته ورسيږي .

ورپسې دكاناډا لومړي وزير '' سټيفن هار پر '' وويل چې كه اتحادي فوځونه داګومان كوي چې تل به په افغانستان كې وي نو پدې ګومان كې په خطا دي .

دفرانسې ولسمشر سركوزي دامريكا دخوشالولو لپاره داوعدې وركوي چې ډېر ژر به افغانستان ته نور فوځيان واستوي خوچې د ۲۷ لمبر لواء فوځيانو افغانستان ته دتللونه انكار وكړ نود فرانسې نه هم اميدونه پرې شول .

داروپايي مشرانو ددې ټولو څرګندونو نه داسې برېښي چې امريكااواروپايي متحدين اوس ژر تر ژره دافغانستان څخه پښې سپكوي اوامريكا دعراق په څېر دلته هم يواځې پاتې كېدونكې ده چې له امله به يې ډېر ژر دماتې خوړلو اعتراف ته اړشي چې دابه دامريكا لپاره ستره رسوايي وي ، نوځكه له يوې خو دناټو په غړو هيوادونو اعتراضونه كوي ترڅو دماتې په صورت كې رسوايي وويشل شي اوله بلې خوايې پخپله هم دمذاكراتو حمايت وكړ ترڅو دځانته پاتې كېدو په صورت كې ورته دافغانستان نه دپښو وېستلو لارپاتې وي ، شنونكي وايي چې دطالبانو سره دمذاكراتو دحمايت ښكاره كولو نه امريكا غواړي چې ددې ۲ ګټو ترڅنګ ترې ۲ نورې ګټې هم ترلاسه كړي ، يوه داچې طالبان چوكۍ خوښونكي وښايي اودولس دملاتړ اوخواخوږۍ نه يې بې برخې كړي اوبله داچې دمنځلارو اوبنسټپالو په نوم دطالبانو په صفوفوكې اختلافات رامنځته كړي ، شايد طالبان به همدې دسيسې ته متوجه ووځكه خويې دتېرو په څېر مذاكرات بېخي ردنكړل خودبهرنو اشغالګرو دوتلو پورې يې مشروط كړل ، شايد ځينې دنظر خاوندان طالبانو ته دخبرو اترو وړانديز ددوى لپاره يوطلايي چانس وبولي ،او ردول يې دطالبانو سياسي اشتباه وګڼي ، خوحقيقت دادى چې پدې هكله نرمي نه ښكاره كول دطالبانو دسياسي بصيرت يوستر دليل دى ځكه چې اوس يې ددښمن دتېښتې شېبې رالنډې شوي دي دښمن دشاتګ اودوى دپرمختګ په حالت كې دي اوس هغه وخت لرې نه دى چې امريكا دطالبانو ټول شرطونه ومني خو يواځې په حفاظت دوتلو لار ترې وغواړي .

دمكې مكرمې مذاكرات چې مطبوعات يادوي نوپدې زه غږېدل غواړم چې رښتيا هم دامذاكرات ؤ اوكه دپاچا له لوري يوه عادي ميلمستيا وه ؟ خو كه مذاكرات يې وبولو بياهم روښانه ده چې دطالبانو سره مذاكرات نه وو ځكه چې پدې كې ياهغه تنان و چې د امريكايانو زندانيان وواو اوس هم په ځانګړو شرايطو كې دخاص مراقبت لاندې شپې تېروي اوياپكې هغه تنان وو چې دطالبانو دصف نه جلا او دكابل ادارې ته تسليم شوي دي چې پدې دواړو ډلو كې يې يوه هم دطالبانو نمايندګي نه كوي .

Trackback(0)
Comments (0)add comment

Write comment
smaller | bigger

security image
Write the displayed characters


busy