My Life with the Taliban by Abdul Salam Zaeef
کندهارکې امنیه قومندان اوجنايي مدیر دامریکايي مرمیوخوراک شول

قاري /يوسف احمدي

 درپوټونوله مخې نن سهار ( 29-06-2009) دکندهارښار دمرافعه څارنوالۍ ودانۍ ته نږدې دامریکايي ځانګړوځواکونواودهغوی دافغان اجیرانوترمنځ په شخړو کې دامنیه قومندان (مطیع الله قاطع )جنايي مدیر( عبدالخالق )اودامنیه قومندان دسکرترپه شمول ګڼ شمیرکورني اجیران وژل شوي اوترلسوزیات ټپیان دي>

 دکندهارپه ښارکې زمونږ منابع وايي چې موټر سپرو امریکايي سپیشل فورس ځواکونونن دمیوندپه نامه دخپل یوه جنایتکار افغان ملګري دخلاصولولپاره دمرافعه څارنوالۍ په ودانۍ چپاو ورووړ څارنوالۍ له امنیه قومندانۍ نه مرسته وغوښته دپیښې دسپیناوي لپاره امنیه قومندان دجنايي مدیر اونوروامنیتي چارواکوپه شمول له دریورینجرانوسره دڅارنوالۍ په خواروان وه چې په نیمه لارکې څوتنوموټرسایکل سپوروامریکایي سرتېروپرې دخپلو(M16) ټوپکونونښې پخې کړې.

 خبروایي چې په دې پیښه کې تر پنځلسوپورې پولیس هم وژل شوي چې مړي یې دکندهار ښارپه واټونوټولولارویانولیدلي له دې پیښې وروسته سپیشل فورس امریکایانودکندهارپه نوروامنیتي اوملکي ادارو هم فیرونه کړي چې د ډزوله وېرې دکندهار کاناډايي تابعیته والي هم دخپلوملګروسره دڅوساعتونولپاره دکندهاردولایتي شوراپه ودانۍ کې کلابند وه دکندهارزیاتره نظامي اوملکي مامورین دکاناډايي ځواکونولخوا ټاکل کیږي په خواډیرځله داسې پيښ شوي چې امریکایانودې خپل نږدي افغان همکاران بلا دلیله وژلي وي خودالومړی ځل دی چې امریکاياي سرتیري په کناډايي اجیرانوخپل قاتلانه هوس سړوي


Trackback(0)
Comments (0)add comment

Write comment
smaller | bigger

busy