My Life with the Taliban by Abdul Salam Zaeef
دکابل ښار دجګړې او ځانمرګو بریدونو وروستې حال

ازادي راډیو


 


حمله كوونكي ځان مرګي بريد كووونكي او په سپكو او درنو وسلو سنبال ښكاري. د پيښې د ځاى په شاوخوا كې هم تر اوسه پورې د سپكو او درنو وسلوو د ډزو اوازونه اوريدل كيږي، په اسمان كې هم جنګي الوتكو تګ او راتګ پيل كړى دى.

د حملې په پيل كې شاوخوا نه نيمې بجې لومړى په پشتونستان څلورلارې كې، چې د جمهوري رياست د ارګ جنوبي دروازه ورته را خلاصه ده، ځان وژونكې حمله هم شوې ده.

هاخوا له عامه كتابتون سره د نوي جوړ شوي سوداګريز مركز ګلبهار سنټر خوا كې هم د درنې چاودنې غږ اوريدل شوى دى.

د دې ويرې هم موجوده ده، چې څو تنه بريد كوونكي د پوهنې او بهرنيو چارو وزارتونو ودانيو ته نږدې شوي دي.

په روانو حملو كې تراوسه پورې خلكو او يا هم امنيتي ځواكونو ته د مرګ ژوبلې دقيقه شمېره نه ده وركړل شوې خو د پيښې په سيمه كې امبولانسونه ليدل كيږي، چې ټپيان او وژل شوي كسان انتقالوي.

په ساحه كې د ازادي راډيو خبريال وايي، چې يو شمېر وسلوال د قاري امان نوايي فروشګاه په نوم د كابل ښار په لويې پلورنځي كې ځاى پر ځاى شوي دي او داسې ښكاري، چې په سپكو او درنو وسلو سنبال دي.

كابل ښار ته غځيدلې ټولې لارې بندې دي او امنيتي ځواكونه هيچا ته دننه د تګ اجازه نه وركوي. دا حمله له هغو ډيره شديده ښكاري، چې پخوا په كابل ښار كې شوې وې.

د كابل امنيتي چارواكي وايي، چې د حملو د خنثى كولو لپاره عمليات روان دي. د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري خبريالانو ته په خپلو لنډو خبرو كې وويل، چې سيمې ته لا ډير امنيتي ځواكونه رسيدلي دي.

هغه وويل، بريد كوونكي تر ډېره له نارنجكو او لاسي بمونو نه استفاده كړې ده.

وسلوالو طالبانو ددغو حملو مسووليت پرغاړه اخيستى دى.

د دغې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد له يوه نامعلوم ځاى نه په تليفون ازادي راډيو ته وويل، چې د دوى شل حمله كوونكي ښار ته داخل شوي دي.

هغه وويل، چې دوى د جمهوري رياست د دروازې په خوله كې او د عدليې وزارت او كابل سرينا هوټل باند حملې كړي دي.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو دفتر  ننۍ حملې په کلکه غندلي دي.

 

http://pa.azadiradio.org/content/article/1932280.html

Trackback(0)
Comments (0)add comment

Write comment
smaller | bigger

security image
Write the displayed characters


busy