ذبيح الله / مجاهد
دترلاسه شوي خبرله مخې تېره ورځ ( 28-06-2009) مازدیګرمهال دخوست ښار ته څیرمه دامریکایي یرغلګروپه لویه پوځي هډه د"ساراباغ" په کمپاین داسلامي امارت دمجاهدينوله خواد"نصرت "دپیل شويوعملياتوپه لړکې د( BM)میزایلو څلور (4)مرمۍ ورتوغولې چې دښمن ته پراخ زیان اړولی.
ویل کیږی چې دغه میزایل په هدف لګیدلي خوددښمن دتلفاتوپه هکله لاتراوسه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.
دیوبل خبرله مخې تېرشپه يوولس بجې ددې ولایت دنادرشاکوټ ولسوالۍ د"زني خیلو"په سیمه کې داجیرې اردوپه لویه قرارګاه چې په دې وروستيوکې نوی هوايي ډګرهم په کې جوړشوی مجاهدینوله دریوخواووپرې دهاوان بریدکړي خبرزیاتوي چې په دې بریدکې دهاوان دوه پنځوس (52)مرمۍ دقرارګاه په داخل کې لګېدلې چې په نتيجه کې دښمن ته دسراومال دروندزیان اړولی دی .