د سلام لیکنه
پاملرنه: دغه لیکنه په پکتیکا ولایت کې د ولسمشرۍ کاندید ډاکټرعبدالله عبدالله د څرګندونو وروسته خپریږي.
په داسي حال کې چې د افغانستان را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته یوازي څو اونۍ پاتې دي او ټاکنیز کمپاینونه هم ښه په درز روان دي، یو شمیر کاندیدان د خپلو رقیبانو د بدنامولو لپاره له مختلفو وسایلو کار اخلي.
کاندیدان د ټلویزیون، راډیو او یو شمیر چاپي رسنیو له لاري هڅه کوي چې خپل نږدې رقیبانو ته کاري ګزارونه ورکړي.
د دغو کاندیدانو په ډله کې یو هم د شمالي ټلوالي غړی او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډاکټرعبدالله عبدالله دی.
ډاکټر عبدالله عبدالله د اشرف غني او حامد کرزي نږدې او سرسخت رقیب شمیرل کیږي چې څه نا څه ولسي ملاتړ له ځان سره لري خو افغان ولس به دا ځل په ډیر دقت سره خپله رایه وکاروي.
ښاغلي عبدالله عبدالله په دې ورستیو کې د پکتیکا ولایت - اورګون ولسوالۍ ته سفر کړی وو او دغلته یې یو شمیر قومي مشرانو او اورګونوالو ته وینا وکړه.
ښاغلی عبدالله چې د شمال ټلوالي او په خاصه توګه د احمدشاه مسعود نږدې ملګری پاتې شوی دا ځل هڅه کوي چې د ولسمشرۍ څوکۍ خپله کړې او د ټاکنیزو کمپاینونو په لړ کې یې یو شمیر پښتون میشتو سیمو ته هم خپل سفرونه پیل کړي چې پکتیکا ولایت د دغو سفرونو پیلامه بلل کیدای شي.
درنو لوستونکو، ښاغلي ډاکټرعبدالله عبدالله په اورګون کې دخپلې وینا پر مهال هڅه وکړه چې د دغې سیمې څه نا څه ناراضي او خوابدي خلک د اوسني حکومت د ضعیفو پاینټونو په وار وار په ګوتو کولو سره د ځان په لوري ور مات کړي خو د پکتیکا خلک داسي نه دي چې یوازي له اوسني حکومت څخه ښې خاطرې نه لري بلکه شمالي ټلوالي او په خپله ښاغلي عبدالله دغو خلکو ته د تاریخ په اوږدو کې څه ورکړي چې اوس به بیا دغه خلک په ډاکټرعبدالله عبدالله اعتبار وکړي؟
ښاغلي عبدالله په خپله دغه وینا کې د اوسني حکومت په مشر حامد کرزي باندي په وار وار نیوکي وکړي او هغه یې په وار وار د افغانانو د اوسني بد حالت اصلي مقصر وبلل.
خو راځو اصلي مسلې ته چې ښاغلی عبدالله هم یو مهال د حامد کرزي د کابینې د بهرنیو چارو وزیر وو. زه دا پوښتنه له ښاغلي عبدالله څخه کوم چې که چیرته اداره همداسي فاسده وه او تاسو خبر وې چې خلګ له حکومت څخه ناراضه دي نو ولي تاسو د وزارت پر مهال له خپلې دندې څخه استعفا و نه کړه ؟
مګر په خپله حامد کرزي له دندې ګوښه کړۍ.
په لاندې څو جملو کې د ښاغلي عبدالله عبدالله له خوا په اوسني نظام او ولسمشر باندې د هغه څو نیوکو ته یو څو کرښې یادول اړین بولم.
ښاغلي عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې وویل چې حامد کرزي باندي تیر ځل څه نه څه دیرشو ملیونو افغانانو اعتبار وکړ او هغه ته یې رایه ورکړه خو دی و نه توانید چې په تیرو څو کلونو کې د دغو افغانانو له مینځ څخه ځان ته دیرش تنه ساتونکي وټاکي او اوس هم ځان په امریکايی سرتیرو ساتي.
د ښاغلي عبدالله عبدالله د دغې وینا په اړه باید داسي ووایم چې یوازي حامد کرزی نه بلکه تا هم بهرنیان ساتي او که چیرته رانه پوښتنه وکړې چې زه خو افغاني باډیګاردان لرم نو زه درته ویلای شم چې که چیرته همدا بهرني سرتیري یوه ګړۍ له افغانستان څخه ووزي نو په دې پوه شه چې یو ځل بیا به د طالبان دې ته اړ باسي چې د خپل پخواني بادار احمد شاه مسعود په څير د سالنګ تونل در پسې په بمونو والوزوي. همدا اوس په هغه سیمه کې چې ته اوسیږي یعني د کابل په کارته پروان مینه کې، په دغه سیمه کې هره شپه دایساف فرانسوې سرتیري پیرې او ګزمې کوي او که چیرته همدا بهرنیان دغه کار و نه کړي نو ډیر ژر به دې په دغه سیمه کې د ډاکوانو هغه ډلي وتښتوې چې څه موده دمخه یې ستا مرستیال همایون شاه آصفي له دغې سیمې وړی وو.
ښاغلي عبدالله عبدالله یوه بله مسله هم یاده کړه او هغه دا چې ده وویل چې زه به کار د کار وړ کسانو ته وسپارم.
زه له ښاغلي عبدالله عبدالله څه پوښتنه کوم چې کله تاسو جناب د بهرنیو چارو وزیر په توګه د حامد کرزي په کابینه کې دنده لرله ایا په ریښتیا هم تاسو په دغه وزارت کې کار د کار اهل ته سپارلی وو او که مو د پنجشیر موچیانو ته؟
کله چې ډاکټر عبدالله د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده لرله نوموړي د وزارت په دننه کې او له هیواد څخه بحر د افغانستان په ټولو سیاسي نمایندګیو کې د افغانستان د یوې ولسوالۍ ( پنجشیر) اوسیدونکي د سفیرانو، قونسرانو او سیاسي استازو په توګه ټاکلي وو.
آیا ښاغلی عبدالله دغه کسان د دومره مهمو څوکیو لپاره وړ ول؟
آیا د بهرنیو چارو وزارت یوازي د پنجشیر په تش په نامه ولایت پوري تړلی وو او که نورو افغانانو هم پکې حق درلود؟
آیا تاسو د جمیعت ګوند او نظار شورا ځيني بي سواده او قاتل قوماندانان په فرانسه او لندن کې د سفیرانو او سیاسي دیپلوماتانو په توګه نه وو ټاکلي؟
ګرانو هیوادوالو ښاغلي عبدالله عبدالله په اورګون کې یو شمیر خلکو ته د خپلې وینا پر مهال، یوې بلې مسلې ته هم اشاره وکړه او هغه د هیواد له مخالفینو سره د روغې جوړې مسله وه.
نوموړي وویل چې دی به د افغان حکومت له مخالفینو سره د پخلایني ریښتینی بهیر پیل کړي او هغوي به سولې ته را وبولي. ډاکټر عبدالله وویل چې اوسني حکومت او په خاصه توګه حامدکرزي د ملت د غولولو لپاره د ملې پخلاینۍ تر نامه لاندي د دروغو پروسه پیل کړي چې هیڅ راز پرمختګ او ریښتینولي پکې نه لیدل کېږي. د ښاغلي عبدالله عبدالله د دې وینا په اړه به زه د سیاست د کورنۍ د یوه کوچني غړي په توګه دا ووایم چې جناب عبدالله عبدالله!
آیا تاسو د خپلو مخالفینو تعریف لرﺉ؟
زما په نظر هغه مخالفین چې تاسو یې د پخلا کولو چیغي وهې هغوي خو طالبان دي، او طالبان هغه کسان دي چې له تاسو سره کلونه کلونه جنګیدلي دي. ښاغلی عبدالله عبدالله که چیرته تاسو په خپل دغه شعار سره چې د پخلاینې نوم ورکوی غواړﺉ زمونږ د مظلموم ولس رایې خپلې کړي خو هیڅ یو عاقل اوبالغ انسان به یې و نه مني او نه به هم ستاسو مخالفین د پخلاینې بلنې ته لبیک ووایې. په څه دلیل؟ لومړی خو دا چې کله په ۲۰۰۱ کال کې تاسو د امریکې د بي دوه پنځوس ډوله جنګي الوتکو په مټ د طالبانو د نسکورولو لپاره خوځښت وکړ نو په زرګونو طالبان ستاسو د امر لاندي سیمو کې په ډلیزه توګه یا ووژل شول او یا بندي کړای شول. د طالبانو یو شمیر عمده کسان لا هم له تاسو او د نظار شورا له نورو قوماندانانو سره د پنجشیر ولسوالۍ په بدنامو او پټو زندانونو کې بندیان دي. زما په نظر یوازي جنرال دوستم نه وو چې د طالبانو په ډل وژنه کې یې لاس درلود بلکه د شمالي ټلوالي ټول قوماندانان په دغه کار کې لاس لري دا ځکه چې د طالبانو پر ضد د امریکې سره د ګډې جبهې یوه برخه ول. نو اوس به طالبان ستاسو د ملي پخلایني شعار ته څه ځواب درکړي؟ زما په اند چې طالبان به هیڅ کله هم ستاسو د پخلاینې بلنه و نه مني او مه هم بل ځل کوشش کوﺉ چې زمونږ پښتون ولس د پخلاینې په دروغین او غلط شعار وغولوې. همدا د پکتیکا ولایت یو شمیر ځوانان هم د هغو زرګونو طالبانو په ډله کې ول چې ستاسو د ایتلاف د غړو له خوا په کندز، بلخ، شبرغان او بغلان کې ووژل شول او لا یې هم میندې او خویندي د راتګ په تمه دي .
ښاغلي عبدالله د خپلو خبرو پرمهال د پکتیکا خلکو ته دا هم وویل چې ستاسو د عزت ساتل زما وظیفه ده. زه له ښاغلي عبدالله عبدالله پوښتنه کوم، کله چې تاسو په ۱۳۷۲ کال کې په کابل کې په تنظیمي جګړو کې ښکیل وې آیا دا ستاسو دنده نه وه چې د کابلیان عزت وساتۍ؟ آیا ستاسو په یاد دي چې کله تاسو د کابل په مکرویانو سیمې ولکه لرله یوه پیغله افغانه نجلۍ د څلورمو مکرویانو له شپږم پوړ څخه ځان ښکته را ګزار کړ او خپل ژوند ته یې د پای ټکی کیښود؟
دا ولي؟
آیا دغه پیغله افغانه نه وه او تاسو د یوه افغان مجاهد قوماندان په توګه دا دنده نه لرله چې د خپلې دغې خور عزت وساتۍ؟
درنو لوستونکو!
یوه بله جالبه خبره چې د پکتیکا اورګون ولسوالۍ ته د ډاکټر عبدالله عبدالله د ورتګ پر وخت ما ته ډیره جالبه او په ضمن کې ډیره دردونکي وه، هغه دا وه چې کله ډاکټر عبدالله په اورګون کې د خطابې د میز تر شا ولاړ وو او خلکو ته یې وینا کوله د هغه تر څنګ مې یوه داسي څيره تر سترګو شوه چې د افغانستان تاریخ به یې نوم هیر نه کړي. دغه څیره چې نوم یې قاضي رازمحمد دلیلي دی د افغانستان ډیر خلک یې پیژني په خاصه توګه د پکتیا او میدان وردګو ولایت اوسیدونکي.
نوموړی د پخواني شوروي پر وړاندي د جهاد پرمهال د احمد شاه مسعود د نظار ګوند کلیدي غړی وو، او په ظمن کې یې دا دنده لرله چې د افغانستان قیمتي ډبري چې د دغې ټلوالې له خوا په ناقانونه توګه را ایستل کیدي ورته په پاکستان، عربي متحده اماراتو او لندن کې بازارونه ومومي.
نوموړي د جهاد پر مهال د احمد شاه مسعود له خوا ناقانونه را ایستل شوي په سلګونو ټنه قیمتي ډبري خارج ته قاچاق او د افغان ولس دغه ګډه شتمني یې خرڅخه کړه.
د طالبانو د حکومت له نسکوریدو وروسته همدا قاضي دلیلي یو ځل د پکتیا او بیا د میدان وردګو ولایت د والي په توګه وټاکل شو او له شمالي ټلوالي سره د هغه نږدې اړیکې وي چې دی یې یو ځل بیا د واک ګدۍ ته ورساوه. خو نوموړي په پکتیا اومیدان وردګو کې داسي کارنامې له ځان څخه په یاد پریښودې چې هیڅ بیدار افغان به یې له یاد څخه و نه باسي.
نوموړي په پکتیا کې د پي آر ټي ډلي له خوا د دغه ولایت خلکو ته ورکړل شوي څو زره راډیوګاني په تور بازار کې خرڅې کړې او د هغه دغه غیر افغاني عمل د دې لامل شو چې نوموړی له پکتیا ولایت څخه وشړل شي.
اوس له ښاغلي عبدالله څخه پوښتنه کوم چې که چیرته یو افغان ستا تر څنګ د قاضي دلیلې په څير د یو کس څیره وګوري نو آیا په تاسو به څرنګه باور وکړي او رایه به درکړي؟
زه خو وایم چې ستا ټول کمپاین چیان او نږدې ملګرې به د دلیلي په څیرکسان وي او ستا په څير یوه کس ته د رایې ورکول له افغانستان سره له خیانیت پرته بل څه نه ده .
د یوه آباد او آزاد افغانستان په هیله.
|